IQNA

په مانچسټرکې له اسلامه د ویرونکي پروسې د پيژندګلوۍپه باب تربیّتي ورکشاپ جوړشو

10:23 - October 19, 2022
د خبر لمبر: 3486339
ایکنا-(تهران)د انګلستان په مانچسټر ښار کې د مسلمانو لیکوالانو  د یوې ډلې له خوا داسلام ضده پروسې د سپیرې بلا دمختلفو اړخونو به یو روزنیز ورکشاپ جوړ شو چې د مختلفو پرګنو کسانو پکې ګډون درلود.

ایکناخبری آژانس د ایشیّن ایمیج له قوله راپورراکړ،په انګلستان کې د مسلمانو لیکوالانو دیوې ډلې په وسیله له اسلامه د ویرونې او خلاقې لیکوالۍ په باب د پيښو یوه ټولګه پلان شوې ده او په همدې لړ کې دوه اسلامی تنظیمونه،په مانچسټر کې د روزنیز ورکشاپ د ترسره کولو کوربه وو.

دغه ورکشاپ د لیډز ښآر اته ویشت کلنې د کمبریج پوهنتون فارغ التحصیلې منظورخان چیمه په وسیله ترسره شو،چیمه صیب یو شاعر او استاد هم دی او په سوشل میډیا کې ئې شعرونه په میلیونونو  کتونکي لري.

میرمن چیمه سږکال خپل یو کتاب د ؛په ترورکې ښکیل ،له اسلامه د ویرونکی پروسې ریشه ایستلو؛(Tangled in Terror: Uprooting Islamophobia) په عنوان سره  خپور کړی دی چې د مسلمانو فعالانو له خوائې  پراخ هرکلی شوی دی.

آغلی چیمه وائي، زه د توکمپالنې او له اسلامه د ویرولو او د  اصلی بهیر له روایت څخه په لیریکیدا اعتقاد لرم او د لیکوالۍ روزنیز ډير ورکشاپونه ترسره کوم.

 دغه مسلمانه فعاله زیاتوي ،په دغه ورکشاپ کې زیاتره ګډون کونکي لیکوالان دي، پر دې اساس له هغو ورکشاپونو سره چې زه ئې معمولا وړاندې کوم ، او له هغو کسانو سره چې د لیکوالۍ مخینه نه لري، او پکې ګډون کوي، توپیر لري.

 هغې په دوام کې ووئيل، دستمیر دیولسمې نیټې له پييښو وروسته ، له اسلامه د ویرونې پروسه ډيره پراخه شوې ده . ددغه ټکي درک کول ډیر  مهم دی چې کله له اسلامه د ویرونې په باب خبرې کوو،نو ددغه شان پیښو په باب دمخنیوی خبرې نه کوو،مونږ په حقیقت کې دهغه سسټم په باب خبرې کوو چې دمونږ د هرې ورخې په ژوند کې د نفوذ لپاره پلان شوی دی.

چیمه ووئیل،هغه لومړنی کار چې مسلمان لیکوالان ئې باید ترسره کړي،د نیوکي سوالونو پوښتل دي.زما د کتاب استدلال دادی چې له اسلامه ویرونه تاریخی ده او په دې کې اسعتمار او ختیځ پیژاندي شاملیږي.دمسلمانانو په باب پخوانی زوړ پال تفکرات دود دي چې ولسواکه او ځيړ او تاؤتریخجن دي.

https://iqna.ir/fa/news/4092707/%DA%A9%D

 

captcha